Close Menu
    What's Hot

    د خلیج همکارۍ شورا د خوړو او انرژۍ امنیت په اړه د اروپايي ټولنې د قوي اړیکو غوښتونکی دی

    سپتمبر 25, 2026

    تمه کیږي چې د آسیا-پسیفک پرمختللی اقتصادونه به په ۲۰۲۶ کال کې ۵٪ وده وکړي

    سپتمبر 24, 2026

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    سپتمبر 23, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Afghan HaqiqatAfghan Haqiqat
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Afghan HaqiqatAfghan Haqiqat
    کورپاڼه » د پلونو موزیم ته د ګیوژو سفر
    PR Newswire

    د پلونو موزیم ته د ګیوژو سفر

    مارچ 10, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    ګیویانګ، چین، د 2023 د مارچ 10 /PRNewswire/ — د Huanqiu.com خبري راپور:

    د 2022 کال د غوره ساختمان د جایزې ورکولو په غونډه کې چې د پلونو او او ساختماني انجینیرۍ د نړیوالې ټولنې (IABSE) له خوا په لاره اچول شوې وه، د غونډې کوربه وویل چې “’د زېربنا جایزه’ د ګیوژو پېنګ ټنګ پروژې ته ورکول کېږي.” په دې شېبه کې د ګیوژو د ترانسپورتي پلان د سروې او ډیزاین د اکاډمۍ د شرکت مشر انجینیر، یانګ جیان، و نه شو کولی چې پر خپلو احساساتو غالب شي، او د سټېج په سر یې خپله خوښي څرګنده کړه.

    دا حقیقت دی چې دا لومړی ځل نه دی چې د ګیوژو پل داسې معتبره نړیواله جایزه ترلاسه کوي. بلکې دې ځای د پل په برخه کې د “ګرنډ سلم” نړیواله جایزه هم ګټلې ده، او همدارنګه د انجینیرۍ په برخه کې یې د ګوستاو لېنډینتل مېډال چې “د نوبل جایزه” ورته ویل کېږي، هم ترلاسه کړې ده. چونکه ګیوژو پل ډېرې نړیوالې جایزې ترلاسه کړې دي، د ارزونې په پروسه کې د IBC قاضیانو حتی داسې څرګنده کړه، “یو ځل بیا د ګیوژو پل چمتو دی چې یو ځل بیا جایزه ترلاسه کړي.”

    په ډېره حیرانتیا سره، چونکه دا پل د ډېرو جایزو ګټونکی دی نو د نورو هېوادونو د پل جوړونې صنعت یې کمرنګه کړی دی. د ترانسپورت په برخه کې ستونزې له ډېرې مودې راهیسې د ګیوژو پل په پرمختګ کې محدودیت راوستلی دی. چونکه دا پل د چین په جنوب غربي څنډه کې موقیعت لري، د غرونو د موجودیت او د ناکافي ترافیکي اسانتیاوو له امله نه دی توانېدلی چې خپل بشپړ ظرفیت وړاندې کړي، نو له همدې امله یې خلک په ستونزو کې اچولي دي. څو لسیزې وړاندې ګیوژو د پل جوړونې په زده کړه پیل وکړ او هڅه یې وکړه چې د پرمختللیو پلونو د  جوړونې په برخه کې له بهرنیو هېوادونو لکه چاپان او جرمني څخه تجربه ترلاسه کړي. لیکن د دې ځای د ځانګړې زراعتي ځمکې او د 90٪ غرنۍ او فلاتي سیمې په لرلو سره، هغه و نه توانېدلو چې له دې پېشتازانو څخه زده کړه وکړي.

     د ګیوژو د پل جوړونې له ګروپ څخه د هواجیانګ پل یوه انجینیر څرګنده کړه، “له کله نه مې چې یادېږي، زما پلار به کله کله کور ته راتللو. زما مور به ویل چې هغه په ضعیفو ترانسپورتي سیمو کې له خلکو سره د پلونو او سړکونو په جوړولو کې مرسته کوي. نو له هماغه وخته چې زه کوچنی وم، له پلونو سره مې بېسارې مینه پیدا شوه او د خپلو همځولو په پرتله مې د پلونو په هکله ډېر څه زده کړل. پلونو زما په زړه باندې اغېزه وکړه او د ځان لپاره مې د پل انجینیري خوښه کړه، او خپل خوبونه د پلونو په جوړولو په حقیقت بدلوم.”

    گیوژو د تر کار لاندې پلونو په شمول تر اوسه شاوخوا 30000 پلونه جوړ کړي دي، چې له دې جملې څخه شاوخوا 2000 یې په لویو لارو باندې د رغېدو په حال کې دي. ګیوژو د معلقو پلونو، کېبلي پلونو، قوسي پلونو، او ګاډري پلونو په برخه کې فعالیت کوي، چې تقریبا د نړۍ هر ډول پل پکې شاملېدلی شي. ګیوژو “د پلونو په موزیم” باندې مشهور دی، او په غرنیو او دره یي سیمو کې د نړۍ له لسو غوره پلونو څخه د پینځو پلونو افتخار له ځان سره لري.

    په عین حال کې، د پل جوړونې په تخنیک او ډیزاین کې د چاپېریال ساتنې مفهوم خورا مهم دی، چې دا د ګیوژو په نړیوال شهرت کې خورا مهم فکټور دی. د بېلګې په ډول د هوایوډانګ پل په پام کې ونیسئ، د یانګ جیان ټیم د “له رغونې وروسته ټولول” حل لاره وړاندې کړه. دې نه یوازې دا چې د چاپېریال له ککړتیا او د انفجار له امله د ایکالوژۍ له تخریب څخه مخنیوی وکړ، بلکه له زاړه پل څخه یې د بیا استفادې کېدو زمینه برابره کړه. نو دا پل د ګیوژو لومړنی “سطل ډوله” سړکي پل حسابېږي.

    سربېره پر دې، ګیوژو اوس په پام کې لري چې د پل د ډیزاین په برخه کې خپله تکنالوژي داخلي او بهرنیو همکارانو ته وړاندې کړي. د بېلګې په ډول، ګیوژو په هینان ولایت کې د ژېړ سیند په سره خپله پروژه بشپړه کړې ده او همدارنګه په پام کې لري چې په مغولستان او ګرجستان کې مهمې پروژې تطبیق کړي.

    لکه څنګه چې یانګ جیان وویل، “هر ځل چې زه خپل پلونه وینم، زه داسې خوښي حس کوم لکه خپل ماشومان مې چې لیدلي وي.” ګیوژو پلونه اوس د پل جوړونې په برخه کې نورو ته په مثال بدلېږي او په جنوب غربي سيمه کې د يو مهم ترانسپورتي مرکز په توګه د ګیوژو د رول لپاره ټينګ ملاتړ برابروي. همدارنګه، دا د دې لامل کېږي چې ګیوژو د پل او سړک په برخه کې نړیواله شي، او په نوي عصر کې د چاپېریال ساتنې مفهوم پیاوړی کړي او خلکو ته دا نظریه وړاندې کړي چې “د سړک جوړول د پرمختګ لپاره لومړنی ګام دی”.

    انځور- https://mma.prnewswire.com/media/2015476/Guizhou_s_journey_to_a_museum_of_bridges.jpg

    مربوطه لیکنې

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    سپتمبر 23, 2026

    Jiahui Health د WTO عامه فورم 2026 کې په نړیوال طبي ګرځندوی کې د چین مخ پر ودې رول په ګوته کوي

    سپتمبر 21, 2026

    د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي

    سپتمبر 16, 2026
    د مدیر انتخاب

    د خلیج همکارۍ شورا د خوړو او انرژۍ امنیت په اړه د اروپايي ټولنې د قوي اړیکو غوښتونکی دی

    سپتمبر 25, 2026

    تمه کیږي چې د آسیا-پسیفک پرمختللی اقتصادونه به په ۲۰۲۶ کال کې ۵٪ وده وکړي

    سپتمبر 24, 2026

    متحده عربي امارات په نیویارک کې د منځني ختیځ د امنیت په اړه د ټرمپ په غونډه کې ګډون کوي

    سپتمبر 23, 2026

    د مصر د پیسو د لیږد سکتور د جولای تر میاشتې پورې د بهرنیو لیږدونو له ۲۹.۷ ملیارد ډالرو څخه ډیر شو

    سپتمبر 22, 2026
    © 2023 Afghan Haqiqat | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.