Close Menu
    What's Hot

    د نړیوال بانک وړاندوینه وايي چې د متحده عربي اماراتو اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې ۵ سلنه وده وکړي

    سپتمبر 26, 2026

    د خلیج همکارۍ شورا د خوړو او انرژۍ امنیت په اړه د اروپايي ټولنې د قوي اړیکو غوښتونکی دی

    سپتمبر 25, 2026

    تمه کیږي چې د آسیا-پسیفک پرمختللی اقتصادونه به په ۲۰۲۶ کال کې ۵٪ وده وکړي

    سپتمبر 24, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Afghan HaqiqatAfghan Haqiqat
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Afghan HaqiqatAfghan Haqiqat
    کورپاڼه » د یوه کمربند او يوې لارې د متشبثینو کنفرانس ګټورې پايلې لرلې دي، هنېن/ Hinen په نړيواله همکارۍ کې په فعاله توګه ګډون کړی دی
    PR Newswire

    د یوه کمربند او يوې لارې د متشبثینو کنفرانس ګټورې پايلې لرلې دي، هنېن/ Hinen په نړيواله همکارۍ کې په فعاله توګه ګډون کړی دی

    نوومبر 15, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    بيجېنګ، نوېمبر 15، 2023 /PRNewswire/ — په دې وروستيو کې د څه باندې 150 هېوادونو مشرانو د متشبثینو په مشرۍ د “یوه کمربند او يوې لارې” د نړيوالې همکارۍ په درېیمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. د چين د پرمختللې تکنالوژۍ ملي تصدۍ هنېن د یوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په درېیمه سرمشریزه غونډه کې – د یوه کمربند او يوې لارې د متشبثینو د کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د لاسلیک مراسم یې ترسره کړل. د پرمختللې تکنالوژۍ د ملي تصدۍ په توګه چې څېړونه او پراختیا، تولید ، پلور او خدمات سره مدغم کوي، هنېن له 10,000 څخه ډیر کارمندان او 5 لویې تولیدي تصدۍ لري.

    هنېن د کورنۍ انرژۍ د ذخیرې د سیستم، د مختلطو سولري انورټرونو، د انتقال وړ انرژۍ د منابعو او د بېټریو د بستې د څېړنې او پراختیا او نړيوال پلور ژمنه کوي. دا شرکت له 400 څخه ډیر مسلکي د څېړنې او پراختیا متخصصین او له 150 څخه ډیر د اختراع د ثبت امتیازنامې لري، او ژمن دی چې په پرانېستې فضا، کور او د باندې ژوند کولو لپاره د لوړ کیفیت د تجدید وړ انرژۍ محصولات وړاندې کوي.

    “د یوه کمربند او یوې لارې” د متشبثینو کنفرانس د “یو کمربند او یوې لارې نوښت” د لسمې کلیزې د لمانځلو لپاره خورا مهم پېښه ګڼل کېږي. دا د ټولو اړونده اړخونو لپاره یو مهم پلټ فارم دی چې د لوړ کیفیت پراختیا په اړه بحث وکړي. دغه کنفرانس د چين د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختيا شورا، د دولتي شتمنيو د څارنې او مديریت کمېسيون او د چين د صنعت او سوداګرۍ د عمومي فدراسيون له خوا په ګډه تمويل شوی و. د کنفرانس موضوع “د يو کمربند او يوې لارې د نوښت د لوړ کيفيت ګډه رغونه او د ګډ پرمختګ او سوکالۍ د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې” وې.

    د سږ کال “د یوه کمربند او یوې لارې” د متشبثینو په کنفرانس کې د هېوادونو په پراخ پوښښ او پیاوړي استازیتوب سره له 1,100 څخه ډېرو ګډونوالو برخه اخيستې وه. په اړونده ساحو کې زیربنا، پاکه انرژي، مصنوعي ځیرکتیا، بیولوژيکي درمل، مالي خدمتونه، عصري کرنه، د ریل ټرانزیټ او نور شاملېږي. په دغه کنفرانس کې د 97.2 ملیارد ډالرو په ارزښت د پروژې د همکارۍ تړون عقد شو چې د متشبثینو د تېر کنفرانس په پرتله يې د پروژو او تړونونو شمېر ډېر دی.

    د پرمختللې تکنالوژۍ د ملي تصدۍ په توګه، هنېن د یوه کمربند او یوې لارې د متشبثینو په دغه کنفرانس په فعال ډول برخه واخيسته او په مسلکي برخو کې یې له شریکانو سره د ګډې همکارۍ بېلابېل تړونونه لاسلیک کړل. دغه شرکت به د کور د انرژۍ د ذخیره کولو د سیسټمونو، مختلطو سولري انورټرونو، د بېټرۍ د بستو په برخو کې د څېړنې او پراختیا نوښتونه لا پیاوړي کړي، او په دې توګه به د چاپیریال له اړخه دوستانه محصولات او په د آزادې فضا، کور او د باندې لپاره به د تجدید وړ انرژۍ محصولات وړاندې کړي.

    هنېن به د تکنالوژۍ او توليداتو د نوښت په برخه کې خپلو ګټو ته دوام ورکړي، له شريکانو سره به د یوه کمربند او يوې لارې د نوښت د لوړ کيفيت د همکارۍ د پياوړتيا لپاره کار وکړي او د ګډ پرمختګ او سوکالۍ لپاره به مثبت رول ولوبوي.

    اړیکه

    market@hinen.com

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2275758/image_5028007_3344508.jpg

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2275759/image_5028007_3344853.jpg

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2275760/image_5028007_3344962.jpg

    مربوطه لیکنې

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    سپتمبر 23, 2026

    Jiahui Health د WTO عامه فورم 2026 کې په نړیوال طبي ګرځندوی کې د چین مخ پر ودې رول په ګوته کوي

    سپتمبر 21, 2026

    د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي

    سپتمبر 16, 2026
    د مدیر انتخاب

    د نړیوال بانک وړاندوینه وايي چې د متحده عربي اماراتو اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې ۵ سلنه وده وکړي

    سپتمبر 26, 2026

    د خلیج همکارۍ شورا د خوړو او انرژۍ امنیت په اړه د اروپايي ټولنې د قوي اړیکو غوښتونکی دی

    سپتمبر 25, 2026

    تمه کیږي چې د آسیا-پسیفک پرمختللی اقتصادونه به په ۲۰۲۶ کال کې ۵٪ وده وکړي

    سپتمبر 24, 2026

    متحده عربي امارات په نیویارک کې د منځني ختیځ د امنیت په اړه د ټرمپ په غونډه کې ګډون کوي

    سپتمبر 23, 2026
    © 2023 Afghan Haqiqat | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.